فرصت طلبی و قصه از روزگار

    شاطر
    avatar
    admin
    Admin

    تعداد پستها : 6886
    Registration date : 2007-06-20
    20160903

    فرصت طلبی و قصه از روزگار

    پست  admin



    فرصت طلبی و قصه از روزگار

    محترم عزیز عازم سروده جالبی دارد که حقایق روزگار و فراز نشیب زندگی دو اندیوال هم اندیش و مبارز را بیان میدارد و ملهم از سرگذشت حقیقی است. در تلاطم مبارزه و فراز و نشیب آن، یکی از  اندیوال ها استوار و معتقد به آرمان باقی میماند و دیگری گوشه عزلت میگزیند و با افتادن آب از آسیا و مساعد شدن زمینه برای سوء استفاده به کمک "لالا" به موقف و مقام میرسد و بر اندیوال معتقد به اصول و ره و رسم، فخر میفروشد. از آنجای که اینگونه اندیوال های نیمه راه و فرصت طلب کم نبوده، لذا این شعر که تقریباً در حدود سه دهه قبل سروده شده و در یکی از اخبار های آن زمان نشر شده ؛ باز نویسی و با اصل متن شما تقدیم میگردد.    پندارنو




    انډیوال
    مونږه دوه انډیوالان
    وو روان په یوه لار
    درانه پیټی مو په شا
    خپل هدف ته نا قرار
    ما ویل اې زما ملگریه
    څومره  ښه دی تگلار
    ده وویل:«یم انقلابی»
    ما ویل:« سرمې درنه جار
    د عمل په سره میدان
    کوږ به نه کوو خپل بار
    دا مو هوډ دا مو وعده
    چه تش نه کوو گفتار»
    انډیوال مې شوستومان
    ځان یی  واچاوه  بیمار
    ده ویل: نه ځم په دی لار
    ما ویل نه دی دا ښه کار
    زما پیټۍ راسره
    وم  رهی مست او سرشار
    یو ناڅاپه مخ ته راغی
    زمونږ د کلی شهسوار
    ویلی: «اې زمونږ عازم
    در سره شم مددگار»
    ما ویل: «خیر یوسی لالا
    ما ته ندی څه په کار
    شاته  پاتی  انډیوال
    ستا کمک ته امته  دار
    که دی وی په وس کی څه
    ترې نه مه سپموه یار»
    انډیوال شو را وچت
    سپور په  آس د  شهسوار
    په یو رّپ کې شو تر کور
    د  لالا  په  اعتبار
    زه چه  پلی وم  روان
    په خپل واک  او اختیار
    نه د چا  د  اوږو  بار
    نه د چا  د  زړه  غبار
    زه وروستۍ شوم دی ړمبۍ
    اوس د ده د سترگو خار
    اوس په ما کوی نخرې
    د لالا  د  اوږو  بار
    له  مکارو  تښتیدم
    خو په ده شوم سردچار
    زه پوه نشوم شو په څه
    د لسټونۍ راته مار
    دی شو زما د سر دښمن
    زه  د خلکو خدمتگار
    اوس په جگ آخور دی ناست
    په ما برگ شی او په قار
    وایی: «ولی دی شوم هېر
    چه زه پروت ومه بیکار
    تا به هم  ایښی و  بار
    وخت د خوب و د خمار»
    چه د سولې غږ کړم جگ
    دی د جنگ کوی گفتار
    نه یی شرم نه یی غیرت
    غوړمالیو ته  تیار
    سریی وُړ او نس یی لوی
    په غرور لکه ښامار
    وایی کړم به در چارپېر
    د  اغزیو جگ حصار
    اوس د کلی  دی مالک
    کبرجن با  اعتبار
    ده  په  لافو  کړ  پیدا
    مقامونو ته  یی  لار
    خلک کرکه  ترېنه  کا
    دی لا هم  کړی افتخار
    چه هر څومره شی فاسد
    د ده  تود هومره بازار
    چی مې سترگې شی پرې ځیر
    دې موږک شی په یو غار
    څومره پوه دی په  دا  راز
    په « مریزاو په کجدار»
    هم په میخ وهی سوټک
    هم  په نعل کوی  گوزار
    عجب وخت عجب دنیا
    عجیبه غوندی  روزگار
    د گیدړو په لاس پروت
    د  زمری د ژوند اختیار
    کور دی گډ شه  انډیوال
    چه ته څومره یی مکار
    عزیز عازم
    مُشاطرة هذه المقالة على: Excite BookmarksDiggRedditDel.icio.usGoogleLiveSlashdotNetscapeTechnoratiStumbleUponNewsvineFurlYahooSmarking

    لا يوجد حالياً أي تعليق


      اكنون الأحد 24 سبتمبر 2017 - 23:45 ميباشد